ترکیه کې د ناقانونه کډوالو کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوه

27 جوزا 1398 ساعت 13:45

راپورونه وايي، ترکیه کې د ناقانونه کډوالو یوه کښتۍ چې د یونان په لور خوځېدلې وه، په سمندر کې ډوبه شوې ده.


راپورونه وايي، ترکیه کې د ناقانونه کډوالو یوه کښتۍ چې د یونان په لور خوځېدلې وه، په سمندر کې ډوبه شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن دوشنبې د غبرګولي ۲۷ مه سهار شاوخوا ۷ بجې د ترکیې د موغلا ولایت د بودروم ولسوالۍ د تورګوت رئیس د کلي په سواحلو کې په سمندر کې ډوبه شوې.

ترکي چارواکو ویلي، دغه کښتۍ د یونان پر لور حرکت کړی و، چې په سمندر کې ډوبه شوې، خو دا چې څو تنه په کې سپاره و، څه نه دي ویل شوي.

د ژغورنې ډلې ویلي، چې دوی تر اوسه پورې ۳۱ تنه ژوندي ژغورلي او د ۸ تنو مړي یې د اوبو نه را ایستلي دي.

تر اوسه دا هم نه ده معلومه، چې په کښتۍ کې سپاره کسان د کومو هېوادونو ګډوال دي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
 


د مطلب کود: 117426

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117426/

جمهور
  https://www.jomhornews.com