د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب امنیتي بنسټونو ته سپارښتنه کړې، چې د ننګرهار امنیتي وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یادې شورا نه نن دوشنبې د غبرګولي ۲۷ مه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ښاغلي محب دغه څرګندونې د امنیت شورا په ناسته کې وشوې.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه ناسته کې د ننګرهار په ګډون د ځینو ولایتونو پر امنیتي وضعیت بحث وشو او ښاغلي محب امنيتي بنسټونو ته سپارښتنه وکړه، چې په ننګرهار کې د جنایي جرمونو، ترهګريزو فعالیتونو، اختطاف او سازمان شویو ترورونو د مخنیوي لپاره جدي هڅې وکړي.
د ملي امنیت شورا سلاکار پر داسې مهال ننګرهار کې د امنیت وضعیت پر کابو کولو ټینګار کوي، چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې امنیتي پېښې، غلکچي بریدونه او انسان تښتونه زیاته شوې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل