هلمند او هرات کې د طالبانو د ماین جوړولو پټنځایونه له منځه وړل شوي

27 جوزا 1398 ساعت 14:09

کورنیو چارو وزارت هلمند، هرات او فراه ولایتونو کې د ۲۶ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې او د هغوی د ماین جوړلو د دوه پټنځایونو له منځه وړلو خبر ورکړی دی.


کورنیو چارو وزارت هلمند، هرات او فراه ولایتونو کې د ۲۶ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې او د هغوی د ماین جوړلو د دوه پټنځایونو له منځه وړلو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت نن دوشنبې د غبرګولي ۲۷ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان ځواکونو پرون د هرات ولایت په پښتون زرغون ولسوالۍ کې ګډ عملیات پیل کړي دی.

سرچینه زیاتوي، چېپه دغه عملیاتو کې د ۹ طالبانو د مرګ ژوبلې سربېره د هغوی د ماین جوړولو یو پټنځای هم له منځه وړل شوی او عملیات جریان لري.

وزارت وايي، وسله والو طالبانو په دغه پټنځای کې مایونونه جوړول او په پښتون زرغون ولسوالۍ کې یې پرې ترهګرې چاودنې تر سره کولې.

بل خوا وزارت د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ د بارکزیو سیمه کې د عملیاتو پر مهال د طالبانو د ماینونو د یوه پټنځای د کشف او په کې د ۴۰ کړۍ ماینونو له منځه وړلو خبر ورکړی دی.

وزارت وايي په دې عملیاتو کې یو وسله وال طالبان هم وژل شوی دی.

دغه راز کورنیو چارو وزارت وایي، د فراه ولایت په پشترود ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۸ طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 117428

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117428/

جمهور
  https://www.jomhornews.com