۰
برېتانیا:

د ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوو

سی شنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۳
افغان ولسمشر محمد اشرف غني لندن ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له دفاع وزیرې او د ملي امنیت له سلاکار سره لیدلي او پر یو لړ مسایلو یې خبرې کړې دي.
د ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوو
افغان ولسمشر محمد اشرف غني لندن ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له دفاع وزیرې او د ملي امنیت له سلاکار سره لیدلي او پر یو لړ مسایلو یې خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ وايي، ښاغلي غني پرون دوشنبې د غبرګولي ۲۷ مه مازیګر مهال د برېتانیا له دفاع وزیرې مېرمن پیني موردانت پر دوه اړخیزه اړیکو او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر تمویل او تجهیز خبرې وکړې.

ښاغلي غني د افغان ځواکونو په ځانګړې ډول د ځانګړو قطعو سره د بریتانیا له همکاریو د مننې تر څنګ ویلي، چې د افغانستان په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې اصلاحاتو ښې پایلې درلودې.
 
د برېتانیا دفاع وزیرې هم په افغان امنیتي او دفاعي بنسټونو کې له اصلاحاتو خوښي ښودلې او ویلي یې دي، چې هېواد به یې د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تجهیز، تمویل او همکاریو ته دوام ورکړي.

بل خوا ولسمشر په همدې وروسته د برېتانیا د ملي امنیت سلاکار مارک سیدویل سره لیدلي او پر دوه اړخیزه اړیکو، سیمه ییزه امنیتي مسایلو، افغان سولې او له نړوالې ترهګرۍ سره پر مبارزې خبرې کړې دي.

مارک سیدویل د سولې په برخه کې د ولسمشر غني له هڅو او د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له قربانیو ستاینه کړې، ویلي یې دي، چې هېواد یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان سره خپلو همکارویو ته دوام ورکوي.

ښاغلي غني د برېتانیا له همکاریو د مننې تر څنګ ویلي، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د نړیوالې ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی او خپلې قربانۍ او مبارزې ته به دوام ورکړي.

افغان ولسمشر دا هم ویل، چې د افغانستان حکومت د سولې په برخه کې هم ښې لاس ته راوړنې لري او په دې برخه کې د یوې سیمه ییزه اجماع د رامنځ ته کېدو لپاره کار دوام لري.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي