طالب پلاوي له امریکا سره د خبرو په اړه چینايي چارواکو ته معلومات ورکړي

28 جوزا 1398 ساعت 10:04

پاکستاني رنسۍ وايي، د طالبانو د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ چین ته تللي طالب پلاوی چنايي چارواکو ته د دوی او امریکا ترمنځ د خبرو په اړه معلومات ورکړي دي.


پاکستاني رنسۍ وايي، د طالبانو د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ چین ته تللي طالب پلاوی چنايي چارواکو ته د دوی او امریکا ترمنځ د خبرو په اړه معلومات ورکړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو د سیاسي مرستیال او د قطر دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ طالب پلاوی وړمه ورځ چین ته تللی و.

د طالبانو یوه پخواني ویاند عبدالحي مطمین هم د دغه سفر پخلی کړی و او ویلي یې و، چې طالب پلاوی له چنیايي چارواکو سره پر سوله، اقتصادي پرمختګ او د لویو پروژو په پلي کېدو د خبرو لپاره چین ته تللی دی.

ویل کېږي، چې د طالبانو سیاسي استازي په پیکینګ کې له چینايي چارواکو سره د سولې د پروسې او د امریکا او طالبانو ترمنځ د اعتماد په رامنځته کولو کې د چین پر همکارۍ خبرې کړې دي.

طالبانو تراوسه پورې چین ته د ملابرادر د سفر په اړه رسماً څه نه دي ویلي خو ډیلي ټایمز ورځپاڼه د طالب سرچینو په قول وايي چې ملابرادر او ورسره ملګري پلاوي چینايي چارواکو ته په دې اړه معلومات ورکړل چې دوی له امریکایانو سره پر کومو موضوعاتو خبرې کړي او یا په کومو برخو کې یې پرمختګ کړی دی.

ډیلي ټایمز وايي چې چین د افغانستان په مسله کې مهم رول لوبولی شي ځکه چې دا هیواد د افغانستان په شخړه کې بې پرې دی.

دواړو خواوو ویلي چې اووم پړاو خبرې به ډېرې مهمې وي او ښايي یوه پرېکړه پکې وشي.

دا په داسې حال کې دهو چې ټاکل شوې، روانه اوونۍ د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوی قطر ته لاړ شي او له طالبانو سره اووم پړاو خبرې پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 117450

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117450/

جمهور
  https://www.jomhornews.com