۰

پمپیو د افغان سولې په تړاو خپل پاکستاني سیال ته تلېفون کړی

سی شنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۱
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د افغان سولې په تړاو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره تلېفوني خبرې کړې دي.
پمپیو د افغان سولې په تړاو خپل پاکستاني سیال ته تلېفون کړی
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د افغان سولې په تړاو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره تلېفوني خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پميیو یو ځل بیا خپل پاکستاني سیال ته په څرګندونو ټکو ویلي، چې افغان سولې سره همکاري غوڅه نه کړي، بلکې جاري یې وساتي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې دوی د پاکستان لخوا د سولې پروسې کې د اسانتیاو د برابرولو هرکلی کوي، خو دا هلې ځلې باید ونه درول شي.

په ورته وخت کې د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي بیا مایک پومپیو ته ویلي، چې د  افغانستان او پاکستان تر منځ وروستیو کې همغږي مخ په زیاتېدو ده.

د هغه په وینا سوله ییز او باثباته افغانستان نه یوازې د سیمې د ثبات، پرمختګ او ارامۍ لپاره مهم دی، بلکې پاکستان هم اړتیا ورته لري.

نوموړي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته زیاته کړې، چې د ترهګرۍ د مالي ملاتړ د مخنیوي لپاره پاکستاني حکومت په ټولو بانکونو، مالیاتي ادارو او صرافيو خپل نظارت زیات کړی دی.

قریشي ویلي، د اسلامي همکاریو د سازمان غونډه کې د ولسمشر غني او عمران خان تر لیدنې وروسته به ولسمشر غني ډېر ژر پاکستان ته سفر وکړي او اسلام اباد کې به د دواړو هېوادونو د ګډ اکشن پلان برخه کې هم کار وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي