ولسمشرغني د برېتانیا له لومړۍ وزیرې سره پر سولې خبرې کړي

28 جوزا 1398 ساعت 10:33

افغان ولسمشر محمد اشرف غني لندن ته د سفر په ترڅ کې د برېتانیا له لومړۍ وزیرې تراز مۍ سره لیدنه کې پر افغان سوله خبرې کړې دي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني لندن ته د سفر په ترڅ کې د برېتانیا له لومړۍ وزیرې تراز مۍ سره لیدنه کې پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر پرون دوشنبې د غبرګولي ۲۷ مه لندن ته ولاړ او د ترازمۍ او نورو لوړ پوړو چارواکو سره یې کتلي.

ارګ وايي، چې ولسمشر له ترازمۍ سره لیدنه کې د سولې تر څنګ د ولسمشریزو ټاکنو او د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو پر پیاوړتیا هم خبرې وکړې.

سرچینه زایتوي، چې ولسمشر غني افغانستان سره د برتانیې د دوامداره همکاریو مننه کړې او ویلي یې دي، د افغانستان د سولې په پروسه کې د سیمه ییز ې اجماع د ایجاد په خاطر د برتانیې حکومت رول مهم او ارزښتناک دی.

ښاغلي غنی زیاته کړې، چې ولسمشریزې ټاکنې به پر ټاکلي وخت په شفاف ډول ترسره شي.

په ورته وخت کې د بریتانیا لومړۍ وزیرې ترزامي ویلي، هېواد یې د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې څخه پر ملاتړ سربېره د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع د ایجاد هڅې او ملاتړ کوي.

نوموړې زیاته کړه، د برتانیې حکومت په افغانستان کې د شفافو او سرتاسري ټاکنو ملاتړ کوي او دغه راز به له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره خپلې همکارۍ او ژمنو ته دوام ورکړي.

د یادونې ده، چې ولسمشر د برېتانیا له دفاع وزیرې او د ملي امنیت سلاکار سره هم پر افغان سوله، سیمه ییز امنیتي او ځینو نورو مسایلو خبرې کړې دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 117456

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117456/

جمهور
  https://www.jomhornews.com