کورنیو چارو وزارت پلازمېنه کابل کې د وسله والو طالبانو د ډلې د یوه خطرناک غړي او په دغه ښار کې د ترهګریزه بریدونو طراح د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، د طالبانو دغه مهم غړی پرون دوشنبې د غبرګولي ۲۷ مه کابل ښار کې د پولیسو له خوا د عملیاتو په ترح کې نیول شوی دي.
د رحیمي په وینا د طالبانو دغه غړي او کابل ښار کې د بریدونو طراح زمری د محمد ابراهیم زوی او د لوګر ولایت اصلي اوسېدونکی دی.
نوموړی زیاتوي، چې زمری پرون د کابل ښار په اوومه ناحیه کې د پولیسو له خوا ونیول شو.
د کورنیو چارو وزارت ټینګار وکړ، چې زمری په کابل ښار کې د طالبانو د بریدونو زمینه برابروونکی او د ډلیزه بریدونو طراح وو چې له اسنادوو لاسي بمونو او وسلو سره یو ځای نیول شوی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل