کرکټ:

افغانستان له انګلستان سره لوبه کوي، نندارې ته یې ولسمشر غني هم ورځي

28 جوزا 1398 ساعت 11:09

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام پنځوس اوریزه سیالیو په لړ کې نن د انګلستان پر وړاندې میدان ته ورځي.


د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام پنځوس اوریزه سیالیو په لړ کې نن د انګلستان پر وړاندې میدان ته وځي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا لوبه به نن سه شنبې د غبرګولي ۲۶ مه د افغانستان پر وخت ماسپښن دوه بجې پیل شي.

لوبه د انګلستان د مانچستر په اولډټرافورډ لوبغالي کې تر سره کېږي، چې لیدو ته به یې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم ورشي.

ولسمشر غني پرون انګلستان ته تللی او د دغه هېواد له لومړۍ وزیرې او نورو لوړو پوړو امنیتي چارواکو سره یې کتلي او پر یو لړ مسایلو یې ورسره خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 117460

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117460/

جمهور
  https://www.jomhornews.com