سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، ننګرهار او پکتیا ولایتونو کې د چاودنو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ننګرهار کې پرون او پکتیا ولایت کې نن سه شنبې د غبرګولي ۲۸ مه دغه چاودنې رامنځ ته شوې دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، پرون د اچین ولسوالۍ د مومند باغ په سیمه کې اېښودل شوی ماین پر ولسي وګړو چاودلی دی.
نوموړی وايي، ماین داعش وسله والو اېښی و، چې د چاودنې له امله یې یوه لس کلنه نجلۍ وژل شوې او یوه مېرمن ټپي شوې ده.
د هغه په وینا ټپي مېرمن یوه پښه له لاسه ورکړې، او د امنیتي ځواکونو له خوا بګرام ته د درملنې په موخه لېږدول شوې ده.
بل خوا نن سهار اته نیمې بجې د زرمت ولسوالۍ په تعمیر بازار کې د ماين چاودنه شوې ده.
د پکتیا د امنیه قوماندانۍ ویاند سردارولي تبسم وايي، ماین په یوه لاسي ګاډۍ کې اېښودل شوی و، چې په چاودنه کې یې د یوې ښځې په ګډون څلور تنه ټپیان شوي دي.
تر اوسه د دغه چاودنو مسوولیت چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کابل