لوګر کې د داعش د جلب و جذب مسوول نیول شوی دی

28 جوزا 1398 ساعت 13:32

کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو په لوګر ولایت کې د عملیاتو پر مهال د داعش ډلې د جلب و جذب مسوول نیولی دی.


کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو په لوګر ولایت کې د عملیاتو پر مهال د داعش ډلې د جلب و جذب مسوول نیولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د داعش دغه مسوول تېره شپه د (غبرګولي ۲۷مه) د لوګر مرکز پل علم کې نیول شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې د پولیسو ځانګړو ځواکونو په پل علم کې عملیات تر سره کړل، چې په ترڅ کې یې د لوګر لپاره د داعش ډلې د جلب و جذب مسوول ونیول شو.

وزارت د نیول شوي کس د هویت په اړه څه نه دي ویلي، خو وایي له هغه سره ۸ پاکستانۍ پېژندپاڼه، یو یو پاسپورټ، دوه افغاني پېژندپاڼې، یو میل کلاشنکوف او یو میل تومانچه هم تر لاسه شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 117467

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117467/

جمهور
  https://www.jomhornews.com