کندهار کې د طالبانو ۳۰ کسیزه ډله نیول شوې ده

28 جوزا 1398 ساعت 13:42

کندهار والي وايي، ملي امنیت په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو یوه ۳۰ کسیزه ډله نیولې، چې په ترهګرو پېښو کې یې لاس درلود.


کندهار والي وايي، ملي امنیت په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو یوه ۳۰ کسیزه ډله نیولې، چې په ترهګرو پېښو کې یې لاس درلود.

د جمهور آژانس د خبر له مخې والي حیات الله حیات نن سه شنبې د غبرګولي ۲۸ مه په یوه خبري ناسته کې و ویل، چې د وسله والو طالبانو یاده ډله په تېره یوه اوونۍ کې د ملي امنیت ځواکونو له خوا نیول شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې نیول شویو طالبانو په کندهار ښار او نورو ولسوالیو کې په ګڼو بریدونو، امنیتي پېښو، د لویو لارو پر سر یې ماینونه اېښودل او د قومي مشرانو او په بېولو او وژلو کې لاس درلود.

والي ټينګار وکړ، چې دغه طالبانو په پاکستان کې جنګي زده کړو تر لاسه کولو وروسته افغانستان ته د ترهګرو فعالیتونو لپاره راغلي و او په خپلو جرمونو یې اعتراف کړی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 117468

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117468/

جمهور
  https://www.jomhornews.com