د فراه د بالابلوک لپاره طالب ولسوال وژل شوی دی

28 جوزا 1398 ساعت 15:07

په لوېدیځ کې د افغان پوځ ۲۰۷ ظفر قول اردو وايي، د فراه د بالابلوک ولسوالۍ لپاره طالب ولسوال د خپلو دریو ملګرو سره وژل شوی دی.


په لوېدیځ کې د افغان پوځ ۲۰۷ ظفر قول اردو وايي، د فراه د بالابلوک ولسوالۍ لپاره طالب ولسوال د خپلو دریو ملګرو سره وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه قول اردو نن سه شنبې د غبرګولي ۲۸ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغان هوايي ځواک د بالابلوک ولسوالۍ په عارف آباد کې پر طالبانو برید وکړ.

سرچینه زیاتوی، چې په دغه هوايي برید کې د یادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو ملکي ولسوال ملا حسام الدین له خپلو دریو ملګرو سره یو ځای وژل شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي ملا حسام الدین له خپلو ملګرو سره موټر کې روان و، چې چورلکو پرې برید وکړ او په برید کې یې موټر هم سوځېدلی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:فراه
 
 


د مطلب کود: 117470

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117470/

جمهور
  https://www.jomhornews.com