خلیلزاد:

د افغان سولې لپاره د یوې جامعې هوکړې په لټه کې یو

29 جوزا 1398 ساعت 9:41

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی وايي، امریکا له طالبانو سره په دا ځلي خبرو کې د یوې جامعې هوکړې په لټه کې ده.


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی وايي، امریکا له طالبانو سره په دا ځلي خبرو کې د یوې جامعې هوکړې په لټه کې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیلزاد ټینګار کړي، چې هڅه کوي له طالبانو سره د خبرو په دې پرواړ کې یو جامع توافق رامنځ ته یا هم لار ورته هواره کړي.

خلیلزاد په خپلو ټوېټو کې زیاته کړې، چې له طالبانو سره پر یوه مسئله نه بلکې، پر ګڼو مواردو باید یو جامع توافق رامنځ ته شي.

نوموړي ویلي امریکا یوازې د سرتېرو د ایستلو په لټه کې نه ده، بلکې جامع هوکړه څلور موارد لري چې باید توافق ورباندې وشي.

دی وايي، د ترهګرۍ د مخنیوي باوري کول، د عسکرو وتل، بین الافغاني مذاکرات چې یوه سیاسي جوړجاړي ته لاره هواره کړي او یو هراړخیز او تلپاتی اوربند د جامع توافق موارد دي او طالبانو هم ورسره منلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالویش اعلانول خپل مخکینی شرط بللی دی.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین په تازه څرګندونو کې ویلي، چې امریکا له افغانستان د ځواکونو ایستلو خبره منلې ده او دا په خبرو کې یو لوی پرمختګ دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 117492

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117492/

جمهور
  https://www.jomhornews.com