د غزني لپاره د طالبانو مطبوعاتي مسوول نیول شوی دی

29 جوزا 1398 ساعت 11:37

سیمه ییز چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو د غزني ولایت لپاره د طالبانو مطبوعاتي مسوول قاري عبدالجلال نیولی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو د غزني ولایت لپاره د طالبانو مطبوعاتي مسوول قاري عبدالجلال نیولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري ویلي، قاري عبداجلال وړمه شپه د ملي امنیت ځواکونو له خوا نیول شوی.

نوموړي زیاته کړې، چې قاري عبدالجلال د طالبانو سیمه ییز ویاند او د غزني لپاره مطبوعاتي مسوول وو، چې د غزني ښار اړوند سفندې سیمه کې د عملیاتو پر مهال ونیول شو.

د هغه به وینا د طالبانو له دغه مطبوعاتي مسئول سره دوه لپټاپ کمپیوټرونه، یومیل تمانچه، یوه مخابره او یوه اندازه نور پوځي مهمات نیول شوي دي.

د غزنی د والي ویاند وايي، قاري عبدالجلال په خوله رسنیو کې د حکومت پر ضد تلبغات کول او ځوانان یې د حکومت پر ضد هڅول.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
 


د مطلب کود: 117499

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117499/

جمهور
  https://www.jomhornews.com