ننګرهار کې پنځه داعشیان وژل شوي دي

29 جوزا 1398 ساعت 11:47

سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د جلا جلا بریدونو په ترڅ کې پنځه داعش وسله وال وژل شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د جلا جلا بریدونو په ترڅ کې پنځه داعش وسله وال وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پر داعش دغه بریدونه د ننګرهار په خوګیاڼو او پچیراګام ولسوالیو کې د افغان ځواکونو له خوا شوي دي.

د ننګرهار چارواکي وايي، په خوګیاڼو کې د هوايي برید پر مهال دوه داعش وسله وال وژل شوي دي.

دغه راز سرچینه زیاتوي، چې په پچیراګام ولسوالۍ کې د یوه بل هوايي برید په ترڅ کې ۳ داعشیان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم په اچین کې د عملیاتو پر مهال ۱۱ داعش وسله وال وژل شوي و.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 


د مطلب کود: 117500

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117500/

جمهور
  https://www.jomhornews.com