د برمل ولسوالۍ امنیه قوماندان د طالبانو په برید کې وژل شوی دی

29 جوزا 1398 ساعت 15:53

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد ایوب تندر د طالبانو په یوه کمین کې وژل شوی دی.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد ایوب تندر د طالبانو په یوه کمین کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد آرین ویلي، پېښه تېره شپه (د غبرګولي ۲۸ مه) په یحی خېلو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.

نوموړي زیاته کړې، د برمل ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد ایوب تندر د خپل کور په لار روان و، چې د طالبانو له کمین سره مخ او له څلورو سیمه ییزه پولیسو سره یو ځای و وژل شو.

دی وایي، د پولیسو او طالبانو تر منځ نښتې درې ساعته دوام وکړ، چې په ترڅ کې یې درې طالبان هم وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
 
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 117508

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117508/

جمهور
  https://www.jomhornews.com