د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وايي، د سیمې هېوادونه باید د ډلو ډپلو پر ځای د افغان دولت سره همکاره او له همدې لارې مخ ته لاړ شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب دا څرګندونې پرون چهارشنبې د غبرګولي ۲۹ مه روسیه کې د ملي امنیت شورا سلاکارانو تر منځ غونډه کې وکړې.
د اوفا لسم امنیتي کنفرانس کې د افغانستان، روسیې، چین، هند، ایران او پاکستان د ملي امنیت سلاکارانو ګډون کړی او د سیمې پر امنیت او نشه يي توکو پر مخنیوي یې خبرې وکړې.
نوموړي د دغه هېوادونو څخه وغوښتل، چې که د افغان سولې له بهیر سره مرسته او همکاري کوي، د ډلو ټپلو پر ځای باید د افغان دولت له طریقه مخ ته لاړ شي.
د هغه په وینا له ډلو ټپلو سره د سیمې د هېوادونو خبرې او ناستې به هېڅ عملي جنبه ونه لري، ځکه د سولې او جګړې صلاحیت د افغان حکومت دی.
ښاغلي محب ویلي چې افغان حکومت د مشورتي لویې جرګې د پرېکړو او غوښتنو پلی کېدو ته ژمن دی او تازه يې زیات شمېر طالب بندیان هم خوشې کړې دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار و ویلو چې طالبان سولې ته ژمن نه دي او د افغان حکومت له ښه نیت سره سره، تر اوسه د سولې د پروسې د بري لپاره مثبت او عملي اقدام نه دی کړی.
هغه یو ځل بیا ټینګارو کړ، چې افغانان د افغانستان تر څنګ، د سیمې او نړۍ د هېوادونو د امنیت د تامین په خاطر هم قرباني ورکوي چې باید له پامه و نه غورځول شي.
جمهورخبري آژانس:کابل