د هند پخوانی سفیر:

پاکستان غواړي نور د طالب پر ځای داعش پیاوړی شي

30 جوزا 1398 ساعت 9:07

افغانستان کې د هندي پخواني سفیر امیر سینها ویلي، پاکستان اوس هڅه کوي، چې په سیمه کې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د طالبانو پر ځای داعش پیاوړی شي.


افغانستان کې د هندي پخواني سفیر امیر سینها ویلي، پاکستان اوس هڅه کوي، چې په سیمه کې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د طالبانو پر ځای داعش پیاوړی شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي سینها له یوې خصوصي رسنۍ سره خبرو کې زیاته کړې، پاکستان نه غواړي په سیمه کې د خپلو سیاسیتونو او روانو لوبوه پای و ویني.

د هغه په وینا د همدې لپاره پاکستان د ګڼو لویو او وړو ترهګرو ډلو په جوړولو لاس پورې کړی او هڅه کوي، چې لا هم د ترهګرو ډلو له لارې خپلو موخو ته ځان ورسوي.

دغه پخوانی هندي دیپلومات وايي، پاکستان کلونه له طالبانو پالنه وکړه خو چې دغه ډله افغان حکومت سره خبرو ته نېږدې شوې نو پاکستان د خپلو سیاسیتونو او لوبو د مخ ته وړلو لپاره داعش ډله رامنځ ته کړې ده.

نوموړي زیاتوي، چې دا مهال په افغانستان کې د داعش ۷۰ سلنه غړي پاکستانیان دي او دغه ډله د پاکستان د پوځ او استخباراتو ملاتړ له ځان سره لري.

افغانستان کې پخوانی هندي سفر ټینګار کړی، چې پاکستان په تېرو ۱۸ کلونو کې د طالبانو لپاره تر ټولو امن ځای و او دغه هېواد یې روزنه او پالنه کوله، خو اوس به یې پر ځای دغه ماموریت دداعش ډلې په مقابل کې مخ ته وړي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت شورا هم ویلي و، چې په افغانستان کې د داعش اکثریت غړي پاکستانیان دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 117525

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117525/

جمهور
  https://www.jomhornews.com