۰
ملګري ملتونه:

د سولې خبرې سمې روانې دي، طالبان باید بین الاافغاني خبرو ته چمتو شي

پنجشنبه ۳۰ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۸
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو د دغه سازمان د امنیت شورا غونډه کې د افغانستان د سولې په اړه خوښي ښودلې ده.
د سولې خبرې سمې روانې دي، طالبان باید بین الاافغاني خبرو ته چمتو شي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو د دغه سازمان د امنیت شورا غونډه کې د افغانستان د سولې په اړه خوښي ښودلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي نیویارک کې د دغه شورا غونډې ته خبرو کې ویلي، چې دا مهال په نړیواله کچه د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو ملاتړ په پراخه کچه رامنځ ته شوی او دغه راز د افغانستان ځیني ملاتړي په ځانګړې ډول جرمني او قطر د بین الاافغاني خبرو لپاره چمتوالی نیسي.

نوموړي ټینګار کړی، چې په دې حالت کې طالبان باید د سولې خبرو ته چمتو او بین الاافغاني خبرې پیل کړي تر چې په افغانستان کې روانه ۴۰ کلنه جګړه نور پای ته ورسېږي.

هغه دا هم ویلي، چې په دې وروستیو کې یو شمېر افغان سیاسیون ته هم دا زمینه برابره شوې وه، چې د طالبانو له استازو سره مخامخ خبرې وکړي خو په وینا یې د سولې روانې هڅې باید غمغږې او د یوه هدف لپاره چې هغه د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې دي برابرې شي، تر څو سوله وشي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د یاد سازمان د امنیت شورا په غونډه کې ټینګار کړی، چې د سولې په خبرو او پروسه کې باید د ښځو حقوق په جدي ډول په پام کې ونیول شي.

د هغه په وینا سولې ته د رسېدو لار اوږده ده، خو دا چې افغانستان د ملګرو ملتونو دایمي غړی دی او کومې ګډې هڅې روانې دي، ویل شو، چې د سولې خبرې په سمه لار روانې دي.

یاماموتو دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تازه څرګندونو کې ویلي، چې امریکا د افغان سولې په برخه کې د یوه جامع توافق په لټه کې ده.

ښايي خلیلزاد راتلونکې اوونۍ د اوم ځل لپاره د افغان سولې په تړاو له طالبانو سره جرګه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي