تخار کې ۲۳ تنه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

30 جوزا 1398 ساعت 9:37

کورنیو چارو وزارت تخار ولایت کې د څو قوماندانانو په ګډون د ۲۳ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


کورنیو چارو وزارت تخار ولایت کې د څو قوماندانانو په ګډون د ۲۳ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن پنشنبې د غبرګولي ۳۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي افغان ګډو ځواکونو پرون د تخار ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات پیل کړي دي.

سرچینه وایي، په دغه عملیاتو کې تر اوسه پورې د څو قوماندانانو په ګډون ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې په عملیاتو کې د طالبانو یوه اندازه سپکې او درندې وسلې هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې او عملیات لا هم دوام لري.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهور خبري آژانس:کابل


 
 


د مطلب کود: 117530

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117530/

جمهور
  https://www.jomhornews.com