ننګرهار کې چاودنې ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

30 جوزا 1398 ساعت 11:00

سیمه ییز چارواکي وایي، ننګرهار ولایت کې د یوې چاودنې له امله ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې نېږدې ټول یې ملکي وګړي دي.


سیمه ییز چارواکي وایي، ننګرهار ولایت کې د یوې چاودنې له امله ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې نېږدې ټول یې ملکي وګړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن پنشنبې د غبرګولي ۳۰ مه د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار په دوهمه ناحیه کې رامنځ ته شوې ده.

د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، چاودنه په یوه هایلکس موټر پسې د نښلول شوي مقناطسي ماین له امله رامنځ ته شوې ده.

نوموړی زیاتوي، چې په دغه چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوی او ویل کېږي نېږدې ټول ولسي وګړي دي.

تر اوسه د دغه چاونې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 


د مطلب کود: 117536

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117536/

جمهور
  https://www.jomhornews.com