۰
ډاکترعبدالله:

د خلیلزاد هڅې د داسې سولې لپاره دي، چې افغانان یې غواړي

پنجشنبه ۳۰ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۶
د افغان حکومت اجرائیه رییس د سولې په برخه کې د امریکا له هڅو د مننې تر څنګ وايي، په دې برخه کې د زلمي خلیلزاد هڅې د یوې داسې سولې لپاره دي، چې افغانان یې غواړي.
د خلیلزاد هڅې د داسې سولې لپاره دي، چې افغانان یې غواړي
د افغان حکومت اجرائیه رییس د سولې په برخه کې د امریکا له هڅو د مننې تر څنګ وايي، په دې برخه کې د زلمي خلیلزاد هڅې د یوې داسې سولې لپاره دي، چې افغانان یې غواړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله چې نن پنشنبې د غبرګولي ۳۰ مه کال کې د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې ناستې ته وینا کوله و ویل، چې افغانان سوله غواړي او سوله یې لومړیتوب دی.

د هغه په وینا د سولې په برخه کې د امریکا وروستۍ هڅې د ستایلو دي، او د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هڅې هم د یوې داسې سولې لپاره دي، چې افغانان یې غوښتونکي دي.

خو په وینا یې د سولې لپاره باید په کور د ننه هم د همغږۍ او یووالي اړتیا ده، تر چې یوې داسې باغزته او تل پاتې سولې ته ورسېږو، چې د افغانانو ټول حقوق او ارمانونه په کې خوندي وي.

نوموړي و ویل، دا چې کومې پیسې په جګړه لګول کېږي که د هېواد په بیارغونه او بنسټیزو پروژ وګول شي، د هېواد ګنې ستونزې به ورسره حل او افغانستان به یوه ښه راتلونکې ولري.

د افغان حکومت اجرائیه رییس ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې ورانې ۴۰ کلنې جګړې نه یوازې له افغانانو قرباني اخیستې او د پرمختګ مخه یې نیولې، بلکې د سیمې او نړۍ د هېوادونو اقتصادي ګټې او فرصتونه هم له لاسه وتلي دي.

هغه افغانستان کې د ځینو کاوندیو او سیمه ییزه هېوادونو لاسوهنې ته په اشارې و ویل«ځینې هېوادونه داسې فکر کوي، چې د افغانستان په جګړه کې د دوی ګتې دي، خو دا محاسبه یې غلته ده، ځکه په جګړه کې د دوی ملي ګټې نه شي خوندي کېدی.»

دی وایي، د جګړې دوام نه یوازې نه یوازې له افغانانو قربانی اخیستې بلکې د هغه هڅو مخه یې هم نیولي، هڅه کېږي د نشه يي توکو مخینوي او نورو ستونزو ته رسيدګي وشي.

اجرائیه رییس ټینګار وکړ، چې افغان حکومت به د خپلو خلکو په استازیتوب سیمه ییزه همغږۍ او همګارۍ ته دوام ورکړي، تر چې په سیمه کې امن، ثبات او پرمختګ ته زمینه برابره شي.

د افغان حکومت اجرائیه رییس د خپلو خبرو په پای کې کورنیو اړخونو ته په خطاب کې و ویل، څو چې هڅه کوي، د سولې روانې هڅې شنډې کړي د خپل خدای او خلکو پر وړاندې تاریخي مسوولیت به یې پر غاړه او د ملت پر وړاندې جفا کوي.

ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ټاکل شوې د امریکا او طالبانو د استازو تر منځ اووم پړاو خبرې نېږدې راوتلونکې کې په قطر کې پیل شي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د سولې په دا ځلي خبرو کې به هڅه وکړي، چې د سولې یوه کلي او جامع توافق ته ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي