کورنیو چارو وزارت وایي، افغان ځواکونو وردګو ولایت کې عملیات تر سره کړي او په ترڅ کې یې د طالبانو یو زندان مات کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن پنشنبې د غبرګولي ۳۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان ځواکونو د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ په سېبکه، عربان او بوم تنګي سیمو کې عملیات وکړل.
سرچینه زیاتوي، چې د عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو زندان مات او ۱۳ تنه زندانیان ترې راخوشي شوي دي، خو دا چې خوشي شوي کسان نظامي دي که ملکي وزارت څه نه دي ویلي.
د وزارت په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې په دې عملیاتو کې د طالبانو د مهماتو او وسلو یوه زېرمه هم د امنیتي ځواکونو له خوا کشف او څلور میله کلاشنکوف، څلور قبضې راکټونه، یو ۸۲ ملي متري توب تر لاسه شوي دی.
کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې د عملیاتو پر مهال د ملا جانان په ګډون څو تنه شکمن کسان هم د افغان ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل