مولانا محمد عبدالله:

ولسمشر ته ځینې نېږدې کړۍ د ټاکنو کمېسیون په چارو کې لاسوهنه کوي

30 جوزا 1398 ساعت 14:44

د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو کمېشنر مولانا محمد عبدالله وايي، ولسمشر غني ته ځینې نېږدې کړۍ د ټاکنو کمېسیون په چارو کې مداخله کوي.


د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو کمېشنر مولانا محمد عبدالله وايي، ولسمشر غني ته ځینې نېږدې کړۍ د ټاکنو کمېسیون په چارو کې مداخله کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي نن پنشنبې د غبرګولي ۳۰ مه کابل کې د یوې خبرې غونډې پر مهال یادې څرګندونې وکړې، خو د کوم چا نوم یې وانخیست.

هغه و ویل«زه د ټاکنو کمېسیون په چارو کې ولسمشر په لاسوهنه نه تورنوم، خو د هغه شاوخوا ځینې کړۍ شته، چې په خپلو غیر قانوني کړنو زموږ د قانوني کارونو په وړاندې خنډونه جوړوي.»

نوموړي زیاته کړه، چې په دې برخه کې دوی اسناد لري چې ارګ ته نېږدې ځینې کړۍ د ټاکنو کمېسیون له دارالانشا سره ښې اړیکې لري او د کمېسیون په قانوني ټاکنو کې خنډونه راولاړوي.

هغه خبرداری ورکړ، چې که د دغه لاسوهنو مخنوی ونه شي، فساد کسان له دندو لرې نه شي او د قانوني ټاکنو پر وړاندې مخالفتونه وشي، د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې به له بحران سره مخ شي.

مولانا محمد عبدالله و ویل«موږ نه شو کولی د فاسدو کسانو په شتون سره راتلونکې ولسمشریزه ټاکنې په سمه توګه تر سره کړو.»

د ټاکنو کمېسیون دغه کمېشنر یادې څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ټاکل شوې د راتلونکې تلې میاشتې په ۶ مه نېټه د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره شي.

باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې د ولسمشرۍ ټاکنو یو شمېر نوماندانو هم په ولسمشرۍ ماڼې او په ځانګړي توګه په ولسمشر تور پورې کړی، چې هڅه کوي، ټاکنې د خپل ټیمو په ګټه مهندسي کړي.

خو ارګ دغه خبرې په وار وار رد کړې او خپله ولسمشر څو ځلې ویلي، چې نه خپله د کمېسیون په چارو کې لاسوهنه کوي او نه نور چا ته د مداخلې اجازه ورکوي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 


د مطلب کود: 117550

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117550/

جمهور
  https://www.jomhornews.com