خلیلزاد قطر ته رسېدلی دی

1 سرطان 1398 ساعت 9:33

راپورنه وایي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د طالبانو له استازو سره د خبرو لپاره قطر ته رسېدلی دی.


راپورنه وایي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د طالبانو له استازو سره د خبرو لپاره قطر ته رسېدلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي، خلیلزاد پرون جمعه قطر ته تللی او له طالب استازو سره یوه غیر رسمي ناسته هم کړې ده.

خلیلزاد پر داسې مهال قطر ته له طالبانو سره د خبرو لپاره تللی، چې طالبانو ویلي له امریکا سره یې خبرو کې پرمختګ راغلی او دا یې منلې، چې ټول ځواکونه به له افغانستانه باسي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین درې ورځې وړاندې ویلي، امریکا منلې، چې ټول ځواکونه به باسي او د افغانستان په کورنیو چارو کې به هېڅ ډول لاسوهنه نه کوي.

خو د شاهین تر دغه ټوېټ وروسته خلیلزاد ویلي و، امریکا له افغانستانه د سرتېرو ایستلو تړون نه بلکې د سولې د یوې هر اړخیزه موافقې په لټه کې دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی پر داسې مهال قطر ته سفر کوي، چې ټاکل شوې نن د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې هم د افغان سولې په تړاو یوه غونډه تر سره شي.

دغه غونډې ته ۳۰ تنه افغان سیاسیون ورغوښتل شوي، چې ویل کېږي، ځینې یې اسلام آباد ته رسېدلي خو پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، چې په دغه غونده کې ګډون نه شي کولی.

ویل کېږي دغه غونډې ته، محمد حنیف اتمر، عطامحمد نور، کریم خلیلي، محمد محقق، صلاح الدین رباني، ګلبدین حکمتیار، اسماعیل خان، یونس قانوني، سیدحامد ګیلاني، انورالحق احدي، لطیف پدرام او ځینې نور سیاسیون غوښتل شوي، چې یو شمېر یې اسلام آباد ته رسېدلي دي.

د غونډې اجنډا تر اوسه نه ده معلومه خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په وینا به پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 117570

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117570/

جمهور
  https://www.jomhornews.com