هند کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو نندارتون پرانستل شوی

1 سرطان 1398 ساعت 9:37

کرنې وزارت د امریکا نړیوالې پرمختیايي ادارې په همکارۍ د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه هند کې د کرنیزو محصولاتو نندارتون پرانستې دي.


کرنې وزارت د امریکا نړیوالې پرمختیايي ادارې په همکارۍ د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه هند کې د کرنیزو محصولاتو نندارتون پرانستې دي.

د جمهور آژانس د خبرله مخې دغه ننداراتو پرون جمعه د غبرګولي ۳۱ مه د هند په ممبيي ښار کې جوړ شوی وو.

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، په دغه نندارتون کې چې د افغانستان کرنیز محصولات نندارې ته وړاندې کېږي، لوړپوړي دولتي چارواکي ګډون کوي.

نوموړي ویلي، په نندارتون کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو په ۵۷ غرفو کې وچه او تازه مېوه، زعفران، طبي بوټي او نور کرنیز محصولات د دوو ورځو لپاره نندارې ته اېښودل کېږي.

د هغه په وینا تر اوسه تر ۸۰۰ ډېرو سوداګرو او هندي کمپنیو نوملیکنه کړې او ټاکل شوې له دغه نندارتون څخه لیدنه وکړي.

د کرنې وزارت ویاند زیاتوی، چې دغه نندارتون به د هېواد محصولاتو او تولیداتو د پېژندنې او بازارموندنې په برخو او دغه راز د افغان او هندي متشبثینو ترمنځ اړیکو کې اغېزناک تمام شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 117571

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117571/

جمهور
  https://www.jomhornews.com