کونړ: پنځه داعش قوماندان وژل شوي او ۱۴ نیول شوي دي

1 سرطان 1398 ساعت 10:14

سیمه ییز چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو کونړ ولایت کې د داعش پنځه قوماندان وژلي او ۱۴ غړي یې ژوندي نیولي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو کونړ ولایت کې د داعش پنځه قوماندان وژلي او ۱۴ غړي یې ژوندي نیولي دي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وايي، ملي امنیت ځواکونو د نړیوالو ځواکونو په مرسته دغه عملیات تر سره کړي دی.

نوموړي زیاته کړه، دغه عملیات د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د مزاردرې په سیمه کې شوي، چې په ترڅ کې یې پنځه داعش قوماندانان وژل شوي دي.

د هغه په وینا په عملیاتو کې ۱۴ داعش وسله وال، د هغوی یوه اندازه وسلې نیول شوي او ملکی وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

بل خوا والي وایي، د کونړ په چپې درې او ماڼوګي ولسوالیو په لرې پرتو سیمو کې د داعش او طالبانو تر منځ جګړې روانې دي.

جمهورآژانس:کونړ
 
 


د مطلب کود: 117574

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117574/

جمهور
  https://www.jomhornews.com