فاریاب کې د طالبانو د مالیې ټولولو مسوول نیول شوی دی

1 سرطان 1398 ساعت 10:42

په شمال کې د پوځ چارواکو فاریاب ولایت کې وسله والو طالبانو ته د یوه مالیه ټولوونکي مسوول کس د نیولو خبر ورکړی دی.


په شمال کې د پوځ چارواکو فاریاب ولایت کې وسله والو طالبانو ته د یوه مالیه ټولوونکي مسوول کس د نیولو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ۲۰۹ شاهین قول اردو نن شنبې د چنګاښ اوله خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي نیول شوی کس قاري غلام یحی نومېږي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې قاري یحی پښتونکوت ولسوالۍ کې د طالبانو د مالیې ټولو مسوول و او هغه مهال د کشفي او استخباراتي ځواکونو له خوا ونیول شو، چې په پټه میمنې ښار ته داخل شوی وو.

سرچینه زیاتوي، چې له نوموړي سره یو میل وسله او یوه اندازه مهمات هم نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې یادې قول اردو په همدې ولسوالۍ کې د دوه بهرنیو وګړو په ګډون د ۱۳ طالبانو د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی.

طالبانو څه نه دي ویلي.

جمهور آژانس:فاریاب
 
 


د مطلب کود: 117576

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117576/

جمهور
  https://www.jomhornews.com