ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډه د روان نړیوال جام پنځوس اوریزه سیالیو په لړ کې له هند او تر ۲۰ کلونو د کم عمر فوتسال ملي لوبډله له جاپان سره د سیالۍ په موخه میدان ته ښکته او خپل بخت وازموی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د دواړو ټیمونو لوبې به نن شنبې د چنګاښ اوله د افغانستان پر وخت ۲:۰۰ او ۶:۳۰ بجو د انګستان د سوت هامپټن کرکټ لوبغالي او ایران کې تر سره شي.
د کرکټ د نړیوال جام پنځوس اوریزه سیالیو په لړ کې دا د افغانستان شپږمه لوبه ده، چې تر سره به یې کړي.
افغانستان تر دې وړاندې پنځه لوبې کړې، چې واړه یې بایللې دي خو د هند په ګډون یې له څلورو نورو هېوادونو سره لوبې لا پاته دي.
د یادونې ده، چې په تېرو پنځو لوبو کې افغان لوبغاړي څومره چې ترې تمه وه، ښه نه دي ځلېدلي، خو د کرکټ بورډ چارواکي وايي له هند سره به لوبه بل ډول وي او هیله ده افغان لوبغاړي ښه لوبه وکړي.
باید و ویل شي، چې افغانستان تر هند وروسته، له بنګلدېش، پاکستان او ویسټ انډیز سره هم لوبې لري، چې یو په بل پسې به تر سره شي.
په ورته وخت کې د افغانستان تر شل کلونو د کم عمره فوټسال ټیم چې د اسیایي لوبو پایلو بې ته رسېدلی دی، نن د ایران په تبریز کې د کابل په وخت د مازدیګر شپږ نیمې بجې له جاپان سره مسابقه لري.
افغانستان وړمه ورځ اندونیزیا او جاپان پرون ایران ته په ماتې ورکولو سره د دغه لوبو پای لوبې ته ووتل.
جمهورخبري آژانس:کابل