سیګار:

د ۸۴ میلیارد ډلرو لګښت سره افغان ځواکونه نه دي منظم شوي

1 سرطان 1398 ساعت 11:06

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړې ادارې (سیگار) وايي، امریکا له ٢٠٠٢ کال څخه تر اوسه د افغانستان په امنیتي او دفاعي برخو څه د پاسه ٨۴ میلیارده ډالر لګولي دي.


د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړې ادارې (سیگار) وايي، امریکا له ٢٠٠٢ کال څخه تر اوسه د افغانستان په امنیتي او دفاعي برخو څه د پاسه ٨۴ میلیارده ډالر لګولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ادارې ویلي، که څه هم پر افغان ځواکونو میلیاردونه ډالر لګول شوي خو دغه ځواکونه لا هم سم نه دي تنظیم شوي.

سیګار په تازه راپور کې ویلي،  له افغانستان سره د امریکا د مرسته شویو پیسو د څار د مختلفو بنسټونو ترمنځ لازمه هم آهنگي نشته.

به دغه راپور کې راغلي، امریکا افغانان څه ډول چې لازم دي په تصمیم نیونه کې نه دي دخیل کړي او سیستمونه یې د هغوی سره له لازمې مشورې پرته پلي کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 117578

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117578/

جمهور
  https://www.jomhornews.com