د محمد حنیف اتمر په مشرۍ سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم وایي، د ملي یووالي حکومت د غیر قانوني دوام پر وړاندې به سبا کابل کې د خلکو یوه لویه غونډه جوړه کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ټیم نن دوشنبې د چنګاښ ۳ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه غونډه به سبا سه شنبې د چنګاښ ۴ مه کابل کې جوړه کړي.
یاد ټیم وايي، د اساسي قانون سره سم د ملي یووالي حکومت کاري موده د غبرګولي په لومړۍ نېټه پای ته رسېدلې او له هغې نېټې راوروسته یې دوام او ټول کارونه غیر قانوني دي.
په خبرپاڼه کې له خلکو غوښتل شوي، چې د حکومت د دغه غیر قانوني دوام پر وړاندې له دوی سره ګډون وکړي او د حکومت پر ضد خپل غږ پورته کړي.
سرچینه زیاتوي، چې په یاده غونډه کې به د نوماندانو شورا، سیاسي ګوندونه، سیاسي څېرې، قومي مشران، دیني عالمان، ځوانان، ښځې او ټولنې نور غړي ګډون ولري.
دی له خلکو غوښتي، چې په دغه غونډه کې د ګډون تر څنګ د حکومت پر وړاندې خپل د اعتراض غږونه اوچت کړي.
د یادونې ده، چې دغه غونډه به سبا د کابل په غازي سټېډیم کې جوړه او ګڼ شمېر خلک به په کې ګډون وکړي.
ټاکل شوې وه، چې د نوماندانو شورا د غبرګولي له اولې وروسته د حکومت پر ضد په لویو لاریونونو لاس پورې کړي، خو د روژې مبارکې میاشتې په احترام او دا چې په دغه وخت کې خلکو ته ستونزې جوړې نه شي، یاد لاریونونه او اعتراضونه ځنډول شوي وو.
جمهورخبري آژانس:کابل