رسنیو ته د طالبانو خبرداری: له دې وروسته راته نظامي هدف یۍ!

3 سرطان 1398 ساعت 12:20

وسله والو طالبانو یو شمېر رسنیو او خبریالانو ته خبرداری ورکړی، چې که د دوی پر وړاندې خپلې کړنلارو ته بدلون ورنه کړي، د نظام هدف په توګه به یې په نښه کړي.


وسله والو طالبانو یو شمېر رسنیو او خبریالانو ته خبرداری ورکړی، چې که د دوی پر وړاندې خپلې کړنلارو ته بدلون ورنه کړي، د نظام هدف په توګه به یې په نښه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په مرکز کابل او ولایتونو کې له ځینو رسنیو د تجارتي اعلانونو په نامه یو ډول اعلانونه خپرېږي، چې د دوی پر ضد دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي« د هېواد په مرکز کابل او ولایاتو کې له ځينو رسنیو څخه د تجارتي اعلانونو په نامه یو ډول اعلانونه اورېدل کېږي، چې په هغو کې په روان جهاد، مجاهدینو او طالبانو پسې بد رد ویل کېږي، خلک يې په ضد را پارول کېږي، د کابل ادارې د امنیتي ادارو ځانګړې شمېرې نشرېږي او هڅه کېږي چې د اشغال په ضد د روان جهاد په مخنیوي کې له همدې رسنیو څخه استخباراتي استفاده وشي، د عاموافغانانو ذهنیت تخریب شي او مخامخ دښمن ته د جاسوسۍ فعالیت تر سره شي.»

دغه راز طالبانو ویلي چې د کابل امنیتي ادرې د ځانګړو شمېرو په خپرولو سره هڅه کوي، چې د همدې رسنیو څخه استخباراتي ګټه واخلي او د طالبانو د جګړې مخنیوی وکړي.

د طالبانو په اعلامیه کې د دغه ډلې د نظامي کمېسیون له خوا ټولو هغو تلوېزیونونو، راډیوګانو، او نورو نشراتي ادارو ته خبردارۍ ورکړل شوی، چې له خپل دغه ډول عمل او خپرونو ژر تر ژره لاس په سر شي.

طالبانو ویلي، که چېرې دا ډول رسنۍ په یوه اونۍ کې ټولې سیمه ییزې او غیر محلي رسنۍ له خپل دغه عمل څخه ونه ګرځوي، نو طالبان به دغه ادارې د رسنیو نه بلکې د دوی په وینا د دښمن د استخباراتي ځالو په توګه وپېژني.

په اعلامیه کې ټینګار شوی، که رسنۍ او خبریالان له دې عمل څخه لاس وانخلي نو په مرکز او ولایتونو کې به د دوی د جنګیالیو له خوا د نظامي هدف په توګه تر برید لاندې ونیول شي او هغه مهال به دغه ډول رسنۍ، د هغوی مرکزونه، خبریالان، کارکوونکي او پرسونل یو هم خوندیتوب ونه لري.

تر اوسه افغان دولت او د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ بنسټونو د طالبانو د خبرداري په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

طالبان دا خبردارۍ پر داسې حال کې ورکوي، چې دا مهال افغانستان د رسنیو او خبریالانو لپاره د نړۍ په کچه خطرناکترین هېواد بلل کېږي.

افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو کارکوونکو لپاره ۲۰۱۸ میلادي کال تر ټولو خونړۍ و او په همدې کال تر ۲۰ زیات خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو په بېلا بېلو امنیتي پېښو او بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په همدې کال یوازې په یوه ځانمرګي برید کې کابو ۱۱ تنو خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ځینې نور ټپیان شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 117639

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117639/

جمهور
  https://www.jomhornews.com