د کابل او شارجې تر منځ هم هوایي دهلېز پرانستل شو

3 سرطان 1398 ساعت 13:46

سوداګرۍ وزارت وايي، د کابل او شارجې تر منځ هوايي دهلېز پرانستل شو او په لومړي ځل له دغه لارې ۲ ټنه افغانۍ محصولات عربي اماتو ته ولېږل شول.


سوداګرۍ وزارت وايي، د کابل او شارجې تر منځ هوايي دهلېز پرانستل شو او په لومړي ځل له دغه لارې ۲ ټنه افغانۍ محصولات عربي اماتو ته ولېږل شول.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کابل – شارجې هوايي دهلېز نن دوشنبې د چنګاښ ۳ مه پرانستل شوی دی او په لومړي ځل دوه ټنه زردالو او تازه الوبخارا عربي اماراتو ته لېږل شوي دي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست اجمل احمدي په ټوېټر لیکلي، شارجه ته نن دوشنبه لومړني صادراتي پرواز کې له ۲ ټنو زیات زردالان او الو بخارا واستول شول.

په ورته وخت کې د یاد وزارت ویاند سمیر رسا وایي، د هوایي دهلیزونو له لارې تر اوسه له ۷ زره ټنو زیات افغاني تولیدات او صادرات په ۶۳۰ پروازونو کې اروپا، اماراتو، عربستان، چین، قزاقستان، هند او ترکیې ته لیږدول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 117640

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117640/

جمهور
  https://www.jomhornews.com