د کرنې وزارت: سږ کال به د غنمو حاصلات ۴۲ سلنه زیات وي

3 سرطان 1398 ساعت 14:34

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایي، د وړاندوینو له مخې به سږ کال په افغانستان کې د غنمو په حاصلاتو کې ۴۲ سلنه زیاتوالی راشي.


د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایي، د وړاندوینو له مخې به سږ کال په افغانستان کې د غنمو په حاصلاتو کې ۴۲ سلنه زیاتوالی راشي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د وزارت ویاند اکبر رستمي نن دوشنبې د چنګاښ ۳ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، هغه معلومات او احصایې چې وزارت اخستې ښيي، چې سږ کال به د غنمو حاصل زیات وي.

د هغه په وینا د وزارت د سروې له مخې ښایي سږ کال د غنمو حاصل ۵.۱ میلیون مترک ټنه وي، چې دا شمېر د تېر کال په پرتله ۴۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

نوموړی زیاتوي، چې تېر کال په هېواد کې د وچکالۍ له امله د غنمو حاصل ۳.۶ میلیون ټنه و، خو سږ کال د اوبو د ډېروالي له امله دغه کچه زیاته شوې ده.

د کرنې وزارت ویاند د غنمو سږنی محصول په تېرو ۱۸ کلونو کې ساری نه دی لیدل شوی چې له مخې به یې تر ۹۰۰ زهر متریک ټنه د غنو او اوړو په وارېداتو کې کموالی راشي.

د هغه په وینا د غنمو دغه زیات حاصل به د دې لامل شي، چې د ۴۰۰ میلیونه دالرو په ارزښت د اوړو او غنو د وارداتو مخه ونیسي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش

 
 


د مطلب کود: 117647

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117647/

جمهور
  https://www.jomhornews.com