نۍ رسنیو ته د طالبانو ګواښ او خبردارۍ د اندېښنې وړ بللی دی

3 سرطان 1398 ساعت 16:02

د آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی د وسله والو طالبانو له خوا رسنیو ته ګواښ د اندېښې وړ بللی وایي، دا کار د بیان د آزادۍ او بشري حقونو خلاف عمل دی.


د آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی د وسله والو طالبانو له خوا رسنیو ته ګواښ د اندېښې وړ بللی وایي، دا کار د بیان د آزادۍ او بشري حقونو خلاف عمل دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وسله والو طالبانو نن دوشنبې د چنګاښ ۳ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره یو شمېر رسنیو او خبریالانو ته خبرداری ورکړی، چې که د دوی پر وړاندې خپلې کړنلارو ته بدلون ورنه کړي، د نظام هدف په توګه به یې په نښه کړي.

د طالبانو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په مرکز کابل او ولایتونو کې له ځینو رسنیو د تجارتي اعلانونو په نامه یو ډول اعلانونه خپرېږي، چې د دوی پر ضد دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي« د هېواد په مرکز کابل او ولایاتو کې له ځينو رسنیو څخه د تجارتي اعلانونو په نامه یو ډول اعلانونه اورېدل کېږي، چې په هغو کې په روان جهاد، مجاهدینو او طالبانو پسې بد رد ویل کېږي، خلک يې په ضد را پارول کېږي، د کابل ادارې د امنیتي ادارو ځانګړې شمېرې نشرېږي او هڅه کېږي چې د اشغال په ضد د روان جهاد په مخنیوي کې له همدې رسنیو څخه استخباراتي استفاده وشي، د عاموافغانانو ذهنیت تخریب شي او مخامخ دښمن ته د جاسوسۍ فعالیت تر سره شي.»

دغه راز طالبانو ویلي چې د کابل امنیتي ادرې د ځانګړو شمېرو په خپرولو سره هڅه کوي، چې د همدې رسنیو څخه استخباراتي ګټه واخلي او د طالبانو د جګړې مخنیوی وکړي.

د طالبانو په اعلامیه کې د دغه ډلې د نظامي کمېسیون له خوا ټولو هغو تلوېزیونونو، راډیوګانو، او نورو نشراتي ادارو ته خبردارۍ ورکړل شوی، چې له خپل دغه ډول عمل او خپرونو ژر تر ژره لاس په سر شي.

طالبانو ویلي، که چېرې دا ډول رسنۍ په یوه اونۍ کې ټولې سیمه ییزې او غیر محلي رسنۍ له خپل دغه عمل څخه ونه ګرځوي، نو طالبان به دغه ادارې د رسنیو نه بلکې د دوی په وینا د دښمن د استخباراتي ځالو په توګه وپېژني.

په اعلامیه کې ټینګار شوی، که رسنۍ او خبریالان له دې عمل څخه لاس وانخلي نو په مرکز او ولایتونو کې به د دوی د جنګیالیو له خوا د نظامي هدف په توګه تر برید لاندې ونیول شي او هغه مهال به دغه ډول رسنۍ، د هغوی مرکزونه، خبریالان، کارکوونکي او پرسونل یو هم خوندیتوب ونه لري.

خو د آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې مشر عبدالمجیب خلوتګر د طالبانو د اعلامیې په غبرګون جمهور آژانس ته و ویل، چې د طالبانو دغه خبردارۍ د رسنیو او خبریالانو لپاره د اندېښنې وړ دي.

نوموړي زیاته کړه«د طالبانو اعلامیه او د هغوی ضربالعجل، د بیان د آزادۍ او د بشري حقونو په خلاف د اندېښنې وړ یوه مسله ده، هغه څه چې طالبان یې ادعا کوي، زه فکر کوم هیڅ ډول قانوني دلیل نه لري چې د دوی رښتینولي ثابته کړي.»

خلوتګر وایي، حکومت مسول دی ترڅو د رسنیو او خبریالانو امنیت وساتي او زیاته یې کړه، چې پر رسنیو او خبریالانو د طالبانو د برید په صورت کې به لومړۍ له حکومت څخه پوښتنه وشي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 


د مطلب کود: 117650

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117650/

جمهور
  https://www.jomhornews.com