ولسي جرګې جنجالي رایه رد کړه او د جرګې ټاکنې دوهم پړاو ته لاړې

3 سرطان 1398 ساعت 16:18

د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ په تېرو ټاکنو کې پر جنجالي رایه له سره رای اچونه وشوه، چې د وکیلانو له خوا رد او د جرګې ټاکنې دوهم پړاو ته ولاړې.


د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ په تېرو ټاکنو کې پر جنجالي رایه له سره رای اچونه وشوه، چې د وکیلانو له خوا رد او د جرګې ټاکنې دوهم پړاو ته ولاړې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې له یوې میاشتې زیات وخت وړاندې د جرګې د ریاست څوکۍ لپاره د میر رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي تر منځ ټاکنې وشوې، چې په کې رحماني ۱۲۳ او اصولي ۵۵ رایې وړې وې، خو د رحماني په یوه رایه کې نښه وه، چې همدا رایه د جرګې د ستونزې لامل شوه.

پر دغه یوه رایه له یوې میاشتې زیات وخت راهیسې د وکیلانو تر منځ ناندرۍ روانې وې، چې بالاخره نن دوشنبې د چنګاښ ۳ مه بیا رای اچونه وشوه او په اکثریت سره یې دغه رایه باطله اعلان کړه.

په دغه رایه اچونه کې ۱۲۰ وکیلانو مخالف ۹۰ هغو موافق، ۱۶ باطلې او درې سپینې رایې وکارولې، چې ورسره سم د رحمانی ریاست رد او ټاکنې دوهم پړاو ته ولاړې.

د نن په غونده کې د موقت رییس لپاره هم ټاکنې وشوې، چې په کې نورآغا ملکزی د جرګې د موقت رییس په توګه وټاکل شو تر چې د ټاکنو دوهم پړاو مدیریت کړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 


د مطلب کود: 117654

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117654/

جمهور
  https://www.jomhornews.com