۰

افغان پوځ ننګرهار کې د داعش مرکز نیولی دی

سی شنبه ۴ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۹
سیمه ییز چارواکي او ځايي اوسېدونکي وايي، افغان پوځ په ننګرهار ولایت کې د داعش – خراسان ډلې مرکز نیولی دی.
افغان پوځ ننګرهار کې د داعش مرکز نیولی دی
سیمه ییز چارواکي او ځايي اوسېدونکي وايي، افغان پوځ په ننګرهار ولایت کې د داعش – خراسان ډلې مرکز نیولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د داعش دغه مرکز د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ د ګورګورۍ په سیمه کې موقعیت درلود.
په ګوګورۍ سیمه کې د داعش د جګړو له امله دغه سیمه په کنډواله بدله شوې او خلک یې ترې کډه شوي دي.

داعشیانو دلته یو مرکز جوړ کړی، محکمه یې درلوده او د سرونو د پرې کولو په ګډون یې خلکو ته په کې ډول ډول سزاګانې ورکولې، خو افغان پوځیان پرون دوشنبې د چنګاښ ۳ مه وتوانېدل، چې د داعش دغه لوی مرکز ونیسي.

سیمه ییز چارواکي او ځايي خلک وايي، داعش جنګیالي له دغه سیمې لرې کلیو او غرونو ته تښتېدلي دي، خو دا چې په جګړه کې ورته مرګ ژوبله اوښتې که نه په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

په ننګرهار کې د داعش مرکز پر داسې مهال د افغان پوځ له خوا نیول کېږي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د داعش د فعالیت پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې.

تر دې وړاندې لوړ پوړو امریکايي چارواکو هم تایید کړې وه، چې داعش په افغانستان کې د پراخېدو په حال کې دی او هڅه کوي، جنګیالي جذب کړي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي