۰
د سولې او اعتدال ټیم:

حکومت کې د ننه ځینې کړۍ هڅه کوي، زموږ لویه غونډه اخلال کړي

سی شنبه ۴ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۹
د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټیم وايي، حکومت کې د ننه ځینې کړۍ هڅه کوي، چې د حکومت پر ضد دوی له خوا جوړېدونکې غونډه کې ګډوډي جوړه کړي.
حکومت کې د ننه ځینې کړۍ هڅه کوي، زموږ لویه غونډه اخلال کړي
د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټیم وايي، حکومت کې د ننه ځینې کړۍ هڅه کوي، چې د حکومت پر ضد دوی له خوا جوړېدونکې غونډه کې ګډوډي جوړه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ټاکنیز ټیم په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی نن سه شنبې د غبرګولي ۴ مه د کابل به غازي سټېډیم کې د حکومت د غیرقانوني دوام او کار پر ضد د خلکو یوه لویه غونډه جوړوي، خو حکومت کې د ننه کړۍ هڅه کوي، دغه غونډه اخلال کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یاده غونډه د سولې او اعتدال د ټیم او د ولسمشرۍ د نوماندانو د شورا له خوا جوږېږي، چې زرګونه کسان ورته راغلي دي.

د دوی به وینا هڅه کوي، چې دغه غونډه په هېواد کې له نافذه قوانینو سره سم په یوه ارامه او له امنیتي ارګانونو سره په همغږه فضا کې تر سره کړي.

خو په وینا یې د امنیت په شورا او ارګ کې د ننه د حاکم انتخاباتي ټیم ځینې کړۍ هڅه کوي دغه غونډه اخلال او پر وړاندې یې خنډونه جوړ کړي.

خبرپاڼه وایي، په غازي سټیډیم کې جوړېدونکې غونده د خلکو یو خود جوشه حرکت دی، چې دولت یې باید امنیت خوندي او له قانوني او مشروع حق څخه ساتنه وکړي، نه دا چې پر ضد یې راپورته او ستونزې ورته جوړې کړي.

د سولې او اعتدال ټیم حکومت ته اخطار ورکړی، چې که د خلکو دغه غونډه د حکومت له خوا له ستونزو او اخ ډب سره مخ شي نو د هر ډول پېښې مسوولیت به د یادو شویو کړیو په غاړه وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي