ناټو د افغانستان د سولې او امنیت په اړه غونډه جوړوي

4 سرطان 1398 ساعت 9:53

ټاکل شوې د ناټو سازمان ۴۱ غړي هېوادونه او شریکان د افغانستان د سولې او امنیت په اړه یوه غونډه جوړه او په کې بحث وکړي.


ټاکل شوې د ناټو سازمان ۴۱ غړي هېوادونه او شریکان د افغانستان د سولې او امنیت په اړه یوه غونډه جوړه او په کې بحث وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه غونډه به سبا چهار شنبې او پنشنبې د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې د دغه سازمان په مقر کې تر سره شي.

د غونډې اجنډا د افغانستان امنیت او سوله ده، چې د ناټو د عمومي منشي د مرستیال ویاند پیرز کزالي په وینا په دې ناسته کې به د ناټو دفاع وزیران سوله ییز جوړجاړي ته د رسېدو په هدف د افغان سولې لپاره د امریکا له هڅو یو وار بیا ملاتړ وکړي.

دی وایي، تمه ده، چې د ناټو دفاع وزیران د افغانستان په اړه خپلې اوږد مهالې ژمنې بیا نوې کړې، په خاصه توګه د افغان پوځیانو او امنیتي ارګانونو د لا پياوړتیا او پراختیا په برخه کې.

کزالي زیاته کړه چې د افغانستان تر څنګ د ناټو دفاع وزیران د دغه تړون د دفاعي لګښتونو او هم د منځنۍ کچې د اټمي ځواکونو د تړونونو په اړه بحث کوي.

د یادونې ده، چې په دغه غونده کې به په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر، د ناټو لوړ پوړی ملکي استازی نیکلاس کي، د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خان او د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نړیوال بانک استازي هم برخه واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 117672

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117672/

جمهور
  https://www.jomhornews.com