۰

ځانګړو ځواکونو د یوې جرمي شبکې مشر عبدالحمید خراساني وینوه

سی شنبه ۴ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۳
کورنیو چارو وزارت وايي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو کابل کې د یوې جرمي شبکې مشهور مشر عبدالحمید خراساني ونیوه.
ځانګړو ځواکونو د یوې جرمي شبکې مشر عبدالحمید خراساني وینوه
کورنیو چارو وزارت وايي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو کابل کې د یوې جرمي شبکې مشهور مشر عبدالحمید خراساني ونیوه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو نن سه شنبې د چنګاښ څلورمه له غرمې مخکې عبدالحمید خراساني.

وزارت وایي، خراساني هغه مهال د پولیسو له خوا ونیول شو، چې غوښتل یې کابل کې د نني لاریون پر مهال اخ ډب رامنځ ته او عامه نظم اخلال کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې خراساني د کورنیو چارو وزارت د لوړو جرمي شبکو د مجرمینو په نوملړ کې شامل کې و.

سرچینه زیاتوي، چې هغه له دې مخکې څو ځلې له پولیسو سره نښتی و او د قانون له منګلو په تېښته بریالی شوی و.

د وزارت په وینا خراساني له سوداګرو، تېل پلورونکو او هټیوالو باج اخیسته او د انسان تښتونې، وژنې، شکونې، لار نیونې او زورواکۍ په بېلابېلو قضیو کې یې لاس درلود.

خبرپانه وایي، عبدالحمید خراساني غیرمسووله وسله وال کسان درلودل، چې د وږيمیاشتې د عزادارۍ کاروان په پلمه یې د نشه يي توکو په لېږد کې هم لاس درلود.

دغه راز کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې تر دې مخکې د جرمي شبکې مشر عبدالحمید خراساني د عامه امن او نظم په ګډوډېدو، د کابل ښاریانو په منځ کې د وېرې خورولو او د افغانستان د بیرغ په سوځولو کې یې لاس درلود.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي