کورنیو چارو وزارت رسنیو ته د طالبانو د ګواښ په اړه غبرګون ښودلی

4 سرطان 1398 ساعت 13:54

کورنیو چارو وزارت د طالبانو د نظامي کمېسیون له خوا رسنیو ته ګواښ په کلکه غندلی وایي، طالبانو مخامخ او تبلغاتي جګړه بایللې نو ځکه ګواښونه کوي.


کورنیو چارو وزارت د طالبانو د نظامي کمېسیون له خوا رسنیو ته ګواښ په کلکه غندلی وایي، طالبانو مخامخ او تبلغاتي جګړه بایللې نو ځکه ګواښونه کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې طالبانو پرون دوشنبې د چنګاښ ۳ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ځینې رسنۍ وګواښلې، چې که د دوی پر ضد نشرات ونه دروي، په نښه به یې کړي.

د طالبانو په اعلامیه کې د کومې رسنۍ نوم نه و اخستل شوی خو خبرداری یې ورکړی وو چې په مرکز او ولایتونو کې ځینې رسنۍ د طالبانو پر ضد اعلانات خپروي او هڅه کوي، چې پر طالبانو د خلکو باور کم کړي.

دوی ویلي که دا رسنۍ تر یوې اوونۍ پورې خپلې دغه ډول خپرونې ونه دروي، نو په مرکز او ولایتونو کې په یې خبریالان او رسنۍ په نښه کړي.

د کورنیو چارو وزارت نن د طالبانو دغه ګواښ ته غبرګون ښودلی او هغه یې یو ډارن عمل او په کلکه غندلی دی.

وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، چې رسنۍ او خبریالان د افغانستان د نافذه قوانینو او بیان آزادۍ سره سم فعالیت کوي او تل په ډېرو سختو او ننګوونکو شرایطو کې دنده تر سره کوي او تل يې د افغانستان، افغانانو او ملي ارزښتونو دفاع کړې.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي«دا چې طالبانو د سيمې د ټولو استخباراتي شبکو د پراخو تبليغاتي امکاناتو او ملاتړ سره - سره د افغانستان د خلکو په ذهن کې ځای بایللی، د مخامخ جګړې تر څنګ يې اوس تبليغاتي جګړه هم بايللې، د خپلو وحشيانه اعمالو له امله د افغان مسلمان ملت د کرکې لامل ګرځېدلي اوغواړي چې خپله ماتې اوس په داسې بزدلانه اعلاميو سره جبران کړي.»

کورنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونه ټولو خبریالانو او رسنيو ته ډاډ ورکوي، چې ستاسې د امنيت او مصوونیت لپاره به لا ډېر ګامونه واخيستل شي.

د وزارت په وینا افغانان د خبریالانو او رسنیو له هلوځلو مننه کوي چې د شعور د لوړتيا او د پر وخت او کره معلوماتو د رسولو په لاره کې مو کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 117683

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117683/

جمهور
  https://www.jomhornews.com