کابل کې د خلکو لویه غونډه، د غبرګولي له اولې وروسته دې د ولسمشر ټولې پرېکړې لغوه شي

4 سرطان 1398 ساعت 14:33

د ولسمشرۍ نوماندانو شورا د یوه ۹ مادیز پرېکړه لیک په صادرولو سره د غبرګولي له لومړۍ وروسته د ولسمشر د ټولو پرېکړو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه.


د ولسمشرۍ نوماندانو شورا د یوه ۹ مادیز پرېکړه لیک په صادرولو سره د غبرګولي له لومړۍ وروسته د ولسمشر د ټولو پرېکړو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یادې شورا نن سه شنبې د چنګاښ څلورمه د کابل غازي سټېډیم کې یوه لویه غونده جوړه کړې وه، چې په کې زرګونه کسانو ګډون کړی وو.

غونډه د اوسنی حکومت پر ضد جوړه او په کې و ویل شول، چې دا حکومت د اساسي قانون سره سم د غبرګولي له اولې وروسته مشروعیت نه لري او د کار دوام یې غیر قانوني دی.

د شورا په پرېکړه لیک کې راغلي دا چې د غبرګولي له اوله وروسته د ولسمشر واک پای ته رسېدلی او غیرقانوني دی، نو د هغه وروستي ټول تصمیونه باید لغوه شي.

یادې شورا پر ولسمشر غني دا تور هم پورې کړ، چې دولتي سرچینې د خپل حاکم ټیم په ټاکنیز کمپاین لګولي او په لوی لاس هڅه کوی، چې ټاکنې مهندسي او په خپله ګټه یې راوڅرخوي.

د دوی په وینا د ولسمشر ټولې پرېکړې د ټاکنیز کمپاین لپاره او غیر قانوني دي، چې باید لغوه او نور یې صلاحیتونه راکم او له ملي منابعو څخه یې لاس لنډ کړی شي.

دغه شورا په پرېکړه لیک کې ښاغلی غنی مخکنی ولسمشر یاد کړی او ویلي یې دي، چې هغه باید د ټاکنو په کمېسیونونو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.

یادې شورا دا هم ویلي، چې دوی په هېواد کې سوله غواړي او سولې ته ژمن دي، چې هڅې هم ورته کوي، خو په وینا یې د سولې پر وړاندې لوی خنډ ښاغلی غني، چې باید له دغه کاره لاس واخلي.

د نوماندانو شورا په دې پرېکړه لیک کې ټینګار شوی، چې د هېواد روانو نازکو سیاسي او امنیتي حالاتو ته په کتو دې ولسمشر غني یا له واکه لرې او یا دې هم د ټاکنو د شفافیت په خاطر له نوماندۍ تېر شي.

په دغه غونډه کې د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم مشر محمد حنیف اتمر د ملي یووالي حکومت غیر مشروع وباله او ویې ویل، نامشروع حکومت نه شي کولی، چې مشروع ټاکنې تر سره کړي.

ښاغلي اتمر اوسنۍ حکومت، فاسد، ظالم او قومي توپیرونو ته په لمن وهلو تورن کړ زیاته یې کړه، چې د حکومت قانوني موده د اساسي قانون سره سم د غبرګولي په لومړي نېټه پای ته رسېدلې، چې له هغې وروسته یې دوام او ټول کارونه غیر قانوني دي.

د هغه په وینا دا چې ارګوالو خپل حکومت ته دوام ورکړی دا یې د هېواد اساسي قانون ته لوی توهین دی، چې نور ولس او دوی ته د منلو نه دی.

اتمر و ویل، چې دا حکومت نه ټاکنې غواړي او نه هم سوله، بلکې که ټاکنې غواړي هم داسې یې وغواړي، چې د دوی په ګټه له درغلۍ ډکې او درغلي په کې وکړي.

ښاغلي اتمر ټینګار وکړ، چې دا نامشروع حکومت په هېواد کې مشروع ټاکنې نه شي تر سره کولی او د ولسمشرۍ ټاکنې به هم د پارلماني ټاکنو په شان له ولس څخه غلا کړي.

د سولې او اعتدال ټیم مشر زیاته کړه، چې په ارګ کې د ټاکنو حاکم ټیم له بیت المال څخه غلا کوي، پروژې خپلو کسانو ته ورکوي، او سر له اوسه د ټاکنو لپاره د کمپاین او مهندسي کولو په هڅه کې دی.

محمد حینف ټینګار وکړ، چې د دوی ټیم او د نوماندانو شورا د اوسني حکومت په شتون کې د ولسمشرۍ ټاکنې نه غواړی، ځکه دا حکومت نامشروع او د ټاکنو د مهندسي کولو په هڅه کې دي.

د هغه په وینا دوی غواړي، چې لومړی یو سرپرست حکومت رامنځ ته او د هغه حکومت تر مدیریت لاندې باید د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره کړي.

د سولې او اعتدال ټيم مشر پر اوسني حکومت دا تور هم پورې کړ، چې د خپلو شخصي او ټیمې ګټو لپاره یې نه یوازې ملي ګټې او اساسي قانون تر پښو لاندې کړی، بلکې په هېواد کې یې قومي توپیرونو رامنځ ته کړي او هېواد یې لوی بحران سره مخ کړی دی.

دغه راز اتمر و ویل، چې د اوسنی حکومت له خوا د بیت المال د غلاو مخه هم باید ونیول شي، ځکه په وینا یې دغه حکومت همدا اوس د بیت المال ټول امکانات خپلو پلویانو ته په واک کې ورکړي دي او د خپل ټیم لپاره پرې کمپاین کوي.

هغه یو ځل بیا و ویل«چې اوسنۍ حکومت غیرقانوني، مفسد، ظالم او د ټاکنو مهندسي کوونکی دی، چې که دوام وکړي ستونزې به نورې هم زیاتې کړي.»

د سولې او اعتدال ټيم د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا و ویل، چې د دغه مشرۍ دغه انتخاباتي ټیم په هېواد کې د رڼو ټاکنو تر سره کېدو او سولې رامنځ ته کېدو ته کلک ژمن دی او په دواړو برخو کې نه ستړې کېدونکې هڅې کوي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 117687

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117687/

جمهور
  https://www.jomhornews.com