ناټو او متحدینو یې یو ځل بیا د امریکا او طالبانو تر منځ د مذاکراتو ملاتړ اعلان کړ خو وایي، د نه موافقې په صورت کې به د ناټو ځواکونه په افغانستان کې پاته وي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د یاد سازمان عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د ناټو د دفاع وزیرانو د غوندې په درشل کې وکړې.
ټاکل شوې چې د ناټو ۴۱ غړي او شریک هېوادونو دفاع وزیران نن چهارشنبې او سبا د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې غونډه جوړه کړي.
دغه غونډه کې به د ناټو غړي هېوادونه پر افغان سوله او امنیت خبرې وکړي او دغه راز به له افغانستان سره خبلې کړې ژمنې یو ځل بیا تازه کړي.
د دغه غونډ په درشل کې د ناټو عمومي منشي یو ځل بیا د ٢٠٢۴ کال پورې د افغان ځواکونو څخه ددې تړون د مرستو په دوام ټینګار وکړ.
خو و یې ویل چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د شتون دوام او څرنګوالی به د سولې د احتمالي موافقې متن او د هغه هېواد د دولت غوښتنه وټاکي.
نوموړي ټینګار وکړ چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د نه موافقې په صورت کې ددې تړون ځواکونه به په افغانستان کې پاته وي.
د ناټو عمومي منشي په افغانستان کې د داعش ډلې د جنګیالیو شتون د اندیښنې وړ وباله او زیاته کړې یې ده دغه ډله هڅه کوي خپل قلمرو پراخ کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل