ولسمشر غني سبا پاکستان ته ځي

5 سرطان 1398 ساعت 10:10

ټاکل شوې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه پلاوي په مشرۍ سبا (پنشنبې د چنګاښ ۶ مه) د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته په سفر لاړ شي.


ټاکل شوې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه پلاوي په مشرۍ سبا (پنشنبې د چنګاښ ۶ مه) د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته په سفر لاړ شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلی غني به د دغه سفر په ترڅ کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان او نورو لوړ پوړو ملکي او نظامي چارواکو سره وګوري.

ارګ تر اوسه د ولسمشر غني د سفر کره نېټه نه ده په ګوته کړې خو پاکستاني رسنیو ویلي، چې ښاغلی غني سبا په دوه ورځني سفر اسلام آباد ته ورځي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر د همدې سفر په تړاو پرون سه شنبې د چنګاښ ۴ مه له یو شمېر سیاسیونو، پوهنتون له استادانو او خبریالانو سره د همدې سفر د اهدافو په اړه خبرې وکړې.

د راپورونو له مخې ښايي ولسمشر له پاکستاني چارواکو سره پر دوه اړخیزه اړیکو، امنیت، سولې، سوداګرۍ، ترانزیټ، پانګونې، سیمه ییز اتصال او په ټول کې د دواړو هېوادونو د اقتصادي پیاوړتیا او ځینو نورو مسایلو خبرې وکړي.

ولسمشر ویلي، چې په همدې موضوعاتو به له پاکستانی چارواکو سره خبرې وکړي او دا سفر یې په لویه جرګه کې د خلکو د غوښتونو پر اساس تر سره کوي.

د یادونې ده، چې ولسمشر او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د غوايي میاشتې په ۱۵ مه نېټه تلېفوني خبرې کړې وې او هغه په دې خبرو کې له ولسمشر غني رسمی غوښتنه کړې وه، چې پاکستان ته په سفر ورشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 117707

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117707/

جمهور
  https://www.jomhornews.com