افغانستان کې دوه امریکایي پوځیان وژل شوي

5 سرطان 1398 ساعت 10:22

د ناټو په چوکات کې د غوڅ ملاتړ ماموریت وایي، دوه امریکايي پوځیان په افغانستان کې وژل شوي دي.


د ناټو په چوکات کې د غوڅ ملاتړ ماموریت وایي، دوه امریکايي پوځیان په افغانستان کې وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د غوڅ ملاتړ ماموریت نن چهارشنبې د جون ۲۶ مه په یوه خبرپاڼه کې د دغه دوه امریکايي پوځیانو د وژل کېدو پخلی کړی دی.

خو دا یې نه دي ویلي، چې دا پوځیان د افغانستان په کوم ولایت، څه وخت او څه ډول پېښه کې وژل شوي دي.

په ورته وخت کې وسله والو طالبانو ویلي، چې دوی د میدان وردګو ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې دوه امریکايي سرتېري وژلي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټوټېر لیکلي، چې یاد امریکایي سرتېري د طالبانو په یوه کمین کې وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 117708

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117708/

جمهور
  https://www.jomhornews.com