هلمند کې د طالبانو د وسلو یوه ډیپو کشف او ضبط شوې

5 سرطان 1398 ساعت 10:25

کورنیو چارو وزارت وایي، افغان خواکونو عملیات ولایت کې د وسله والو طالبانو د وسلې او مهماتو یوه زېرمه کشف او ضبط کړې ده.


کورنیو چارو وزارت وایي، افغان خواکونو عملیات ولایت کې د وسله والو طالبانو د وسلې او مهماتو یوه زېرمه کشف او ضبط کړې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت نن چهارشنبې د چنګاښ ۵ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو دغه وسلې او مهمات د هلمند د نادعلي ولسوالۍ اړوند لنډي ښاخ سیمه کې کشف او نیول شوې ده.

وزارت زیاتوي، چې د وسلو او مهماتو دغه زېرمه د طالبانو د یوه مهم قوماندان هاشمي اړوند وه او هغه غوښتل په مناسب وخت کې یې لښکرګاه ښار او ولسوالیو ته د بریدونو لپاره ولېږدوي.
 
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له یادې ډیپو څخه دوه میله کره بین وسلې، دوه میله کمرشکن، دوه میله کلاشینکوفونه، ۱۵ عدده د کلاشینکوف شاجورونه، یو پایه کشفي مخابره، یو د ماشیندار میل او یو شمېر نور مهمات د پولیسو لاسته ورغلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 117709

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117709/

جمهور
  https://www.jomhornews.com