پروان کې د موټر د غلا په تور ۷ تنه نیول شوي دي

5 سرطان 1398 ساعت 10:52

کورنیو چارو وزارت پروان ولایت کې د موټرو د غلا په تور د ۷ تنو غلو د نیولو خبر ورکړی دی.


کورنیو چارو وزارت پروان ولایت کې د موټرو د غلا په تور د ۷ تنو غلو د نیولو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه کسانو درې عرادې موټر غلا کړي و، چې د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې تر پېژندلو وروسته ونیول شول.

د سرچینې په وینا دغه غلو غوښتل غلا کړي موټر د سالنګ له لارې بغلان ته ولېږدوي، خو د ځايي خلکو په همکارۍ د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 117712

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117712/

جمهور
  https://www.jomhornews.com