فراه کې ماین چاودنې پنځه افغان پوځیان وژلي دي

5 سرطان 1398 ساعت 11:53

سیمه ییز چارواکي وایي، فراه ولایت کې د افغان پوځیانو په موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې او پنځه سرتېري په کې وژل شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وایي، فراه ولایت کې د افغان پوځیانو په موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې او پنځه سرتېري په کې وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه پرون سه شنبې د چنګاښ ۴ مه مازیګر مهال د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ د آب خرما په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د فراه د ولایتي شورا سرپرست شاه محمود نعیمي جمهور آژانس ته و ویل، چې په چاودنه کې پنځه پوځیان وژل شوي او ټانګ یې په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.

د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند هم د چاودنې پخلی کوي، خو په کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات ورنکړل.

نعیمي وایي، په چاودنه کې دوه سرتېري ټپیان شوي هم دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی خو چارواکي یې د سوله والو طالبانو کار بولي.

جمهورخبري آژانس:فراه
 
 


د مطلب کود: 117718

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117718/

جمهور
  https://www.jomhornews.com