د ولسي جرګې د ریاست د ټاکنو درېیم پړاو هم ناکام شو

5 سرطان 1398 ساعت 14:08

ولسي جرګې د ریاست څوکۍ لپاره درېیم ځلي ټاکنې وکړې خو بیا هم له نوماندانو یوه تن هم نه توانېده، چې ټاکل شوې د باور رایې تر لاسه او د ریاست څوکۍ خپله کړي.


ولسي جرګې د ریاست څوکۍ لپاره درېیم ځلي ټاکنې وکړې خو بیا هم له نوماندانو یوه تن هم نه توانېده، چې ټاکل شوې د باور رایې تر لاسه او د ریاست څوکۍ خپله کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د جرګې د نن چهارشنبې چنګاښ ۵ مې په غونده کې خان محمد وردګ، صدیق احمد عثماني، خان آقا رضايي او عبدالستار حسیني ځانونه د رییس څوکۍ ته نومولي وو.

د جرګې د نن ورځې نصاب ۲۳۷ تنه و چې ټولې رایې وکارولې او د څوکۍ د ګټولو لپاره هر بریالي نوماند ته ۱۱۹ د تایید رایې پکار وې، خو هېڅ یو نوماند هم ونه توانېده، چې دغه شمر باور رایې تر لاسه کړي.

په دغه رای اچونه کې خان محمد وردګ ۸۰، خان آقا رضايي ۷۷، صدیق احمد عثماني ۴۰ او عبدالستار حسنی ۱۴ د تایید رایې واخیستې.

دغه راز څلور رایې سپنیې او ۲۲ رایې هم باطلې وي، چې په دې سره د جرګې د ریاست لپاره ټاکنې دوهم پړاو ته ولاړې، چې د جرګې د داخلي اصولو له مخې دوهم پړاو ټاکنې به د خان محمد وردګ او خان آقا رضايي تر منځ همدا نن وروسته له ماسپښینه تر سره کېږي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 


د مطلب کود: 117719

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117719/

جمهور
  https://www.jomhornews.com